باخ د چين ميډيا ګروپ مشر ته ځوابي پيغام وليږه
CMG2022/02/20 20:00:50
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ته ځوابي پيغام وليږه او په کښې يې يو ځل بيا په دې مناسبت نوموړي ته مبارکي وويله، چې د چين ميډيا ګروپ د بېجينګ د اولمبيک ژمنيو لوبو د خپرولو او خبرونو په چارو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. باخ پر دې ټينګار وکړ، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د کتوونکو بې ساري شمېر ښيي، چې د اولمپيک له ژمنيو لوبو سره د چينايانو علاقې ډېرې زياتې شوي دي او په چينايانو کې به د سپورټ بنسټ لا پياوړی شوي.

باخ په خپل پيغام کې وويل، چې د اولمپيک نړيواله کمېټه  د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د چين ميډيا ګروپ له ژمنو او نه ستومانه کېدوونکو کوښښونو څخه ډېره مننه کوي. باخ د چين ميډيا ګروپ ستاينه وکړه، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د خپرولو چارو او خبرونو د اولمپيک روحيه خپره کړې ده.

باخ په خپل پيغام کې د چين له ميډيا ګروپ سره د همکارۍ د پياوړتيا هيله وښودله، د چين ميډيا ګروپ کاروونکو ته يې د نوي کال مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې هغه په نژدې راتلونکې کال کې د چين له ميډيا ګروپ څخه ليدنې ته سترګې په لار دی.