د امريکا واشينګټن پوست خبري سرچینې د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه يو راپور خپور کړ، چې د کابل هوايي ډګر په چاودنو کې د وژل شويو امریکايي سرتيرو خپلوانو د امريکا د ملي دفاع وزارت په اړه شکونه څرګند کړي. دوی شکمن دي، چې د امريکا ملي دفاع وزارت د يادې چاودنې د څېړنې نتيجه تحريف کړی او د بايډن حکومت غندنه يې کړې، چې د دوی خپلوان يې په خطر کې واچول.
د خبر له مخې، امریکايي سرتيري د کابل هوايي ډګر له چاودنې وروسته له ډزو سره مخ وه، خو د امريکا دفاع وزارت ياد خبر رد کړی. دا چې یاد سرتیري په چاودنه کي او که یا په ډزو سره وژل شوي، هغه پټه خبره ده چي د ځينو وژل شويو سرتيرو د خپلوانو او عامو وګړو شکونه يې راپورته کړي دي.