د ډېرو هېوادونو لوبغاړو د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو ستاینه کړی ده
CMG2022/02/20 14:33:06
شريکول:

د ډېرو هېوادونو لوبغاړو او سپورټي شخصيتونو ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تنظيم چارې او سټېډيومونو پرې ژور اغېز کړې او د چين په زړه پورې کلتور يې احساس کړی دی.

د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو په دې وروستيو ورځو کې خپلو هېوادونو ته بېرته تللي. دوی له چين ميډيا ګروپ سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تنظيم چارې ډېرې منظمې او خدمتونه يې ډېر ښه دي. دوی يوې نه هېرېدونکې اولمپيک ژمنۍ لوبې تېرې کړې.

د بېلابېلو هېوادونو شخصيتونو هم ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو څخه دا څرګندېږي، چې چين د نړيوالو لويو لوبو د تنظيمولو  لوړ توان لري. چينايانو نړۍ ته يوې سپېڅلې، امنيتي او په زړه پورې اولمپيک ژمنۍ لوبې وړاندې کړې.