يان چينګ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تر سره کېدل له دريو ناحيو څخه دي او د دغو لوبو په مټ يې د کلتوري او سپورټي چارو له لارې ځانګړی سيلانيز صنعت ته پرمختګ ورکړی او په بريالۍ توګه يې د هېواد په کچه د سلانۍ نمونوي سيمه جوړه کړې. د شمېرنې له مخې، له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې په يان چينګ کې د سلانيزو چارو عواید ۳۲ ميليارډو او ۳۰۰ مليونو يوانو ته رسيدلی، چې د تېرې همدې مودې په پرتله ۳۰ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي.
د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره په يان چينګ سيمه کې ۳ پاخه او ګړندي سړکونه او د ګړنديو اورګاډيو يوه پټلۍ جوړه شوې او د بنسټيزو تاسيساتو شبکه يې لا بشپړه شوې ده.
بر سير پر دې، په يان چينګ کې د سپورټي تکنالوژۍ صنعتي سيمه جوړه شوې او د هايدروجن انرژۍ صنعتي سيمه او د بېپيلوټه الوتکو صنعتي سيمه د ابادۍ په حال کې ده.