د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه وويل، چې اړوندې خواوې بايد د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون په مذاکراتو کې د ايران د خلکو ګټې په نظر کې ونيسي او پر دې بنسټ دې تړون جوړ کړي.
د ايران د ولسشمرۍ ماڼۍ ويبسايټ د خبر له مخې، ابراهيم رئيسي په همدې ورځ د فرانسې له ولسمشر ايمانوئل مکرون سره په ټليفوني خبرو کې وويل، چې اوس د ايران پلاوی د اطريش په پلازمېنه ويانا کې مذاکراتو کې ګډون لري. ايران په يادو مذاکراتو کې رغنده وړانديز ورکړی او د ايران د خلکو د ګټو پر بنسټ يې د نورو خواوو وړانديزونه څيړلي دي.