پر ځايي وخت د فبرورۍ د نولسمې نېټې په ماسپښين د جرمني په مونيخ ښار کې د ناټو هېوادونو د جنګي اجندا د بندولو تر عنوان لاندې يو لاريون تر سره شو، چې نژدې ۱۵۰۰ کسانو په کښې ګډون کړی وو.
لاريون کوونکو د زياتو شعارونو او اعلانونو په پورته کولو سره وغوښتل، چې (( د سولې پاليسي دې غوره شي، جنګ نه)).
د جرمني د ګيڼ اړخي ګوند وياند د مونيخ ښار په ماريا ډګر کې وينا وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې روسيه او اوکراين دې خپل ځواکونه وباسي او خبرې اترې دې پيل کړي.