د اولمپيک نړيوالې کميټې چينايانو ته د اولمپيک ميډال ورکړی
CMG2022/02/20 14:56:04
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د دغه کمېټې په ۱۳۹مه عمومي غونډه کې چينايانو ته د اولمپيک ميډال ورکړی او د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال له اولمپيک ژمنيو لوبو څخه د چينايانو د ملاتړ په مناسبت يې مننه کړې ده.

باخ د ميډال د ورکولو په وخت کې ويلي، د چينايانو له ملاتړ پرته د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې همداسې لوړې او ښې کچې ته نه رسيدلی.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له تشکلاتي کميټې سره د همغږۍ په چارو کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې چارواکي انتونيو سامارانچ دغې عمومي غونډې ته راپور ورکړی. دغې غونډې له دې امله د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکلاتي کميټې او ټولو اړوندو برخوالو مننه وکړل، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو او لوبغاړو لپاره يې ډېر ښه خدمتونه کړي دي.

د اولمپيک ميډال د ورکولو دود په ۱۹۰۶ م کال کې د عصري الومپيک لوبو بنسټګر کوبيرټين له خوا جوړ شوی. د اولمپيک نړيواله کمېټه هر کال هغو سازمانونو او يا ټولنو ته دغه ميډال ورکوي، چې د اولمپيک لوبو د پرمختګ لپاره يې فعال او ګټور خدمتونه کړي وي.