باخ د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره ځانګړۍ مرکه وکړه
CMG2022/02/20 20:07:02
شريکول:

 

د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پای مراسمو په درشل کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره ځانګړۍ مرکه وکړه.

باخ په مرکې کې وويل، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به نړۍ ته ارزښتناک ميراث برابر کړي او پر ژمنيو لوبو به لوی اغېز وکړي.

نوموړي وويل، چې د اولمپيک ژمنۍ لوبې د سپورټي صنعت د پرمختګ يو مهم لامل دی. د اټکل له مخې، په چين کې به د ژمنيو لوبو صنعتي ارزښت په ۲۰۲۵م کال کې ۱۵۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته ورسيږي. د چين د ژمنيو لوبو بازار او صنعتي اندازه ډېره لويه ده او د ټولې نړۍ ژمنيو لوبو ته به پرمختګ ورکړي.

باخ زياته کړه، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه د چين ميډيا ګروپ خپرونې او راپورونه بې ساري پيمانې او برياليتوب ته رسيدلي او په رښتينۍ توګه يې د دغو لوبو په اړه د چينايانو شوق او زوق هڅولی دی. چينايانو د دغو خپرونو او خبرونو له لارې د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه نور زيات معلومات تر لاسه کړي او خوند يې ترې اخيستی دی. د اولمپيک نړيواله کمېټه د چين ميډيا ګروپ د کوښښونو ډېره ستاينه کوي.