د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د پای مراسم په پراخ ډول په بهرنیو رسنیو کي انعکاس شول
CMG2022/02/21 17:39:16
شريکول:

د روسيې بېلا بېلو لويو خبري رسنيو د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پای مراسمو په اړه خبرونه خپاره کړل. د روسيې تلويزيون (( لومړی چينل )) په خپله خپرونه کې له چين څخه مننه وکړه او و يې ويل، چې چين نړۍ ته ګرمه توده موسکا او ځلانده سپورټي روحيه ښکاره کړل.

د روسيې د اولمپيک کمېټې پر ټولنيزې رسنۍ د بېجينګ اولمپيک لوبو له بختورې نانځکې (( بينګ دون دون )) سره د خدای پامانۍ د ويلو انځور خپور کړ. زياتو روسي انټرنيټ کاروونکو کمينټونه ورکړي، چې (( دا د اولمپيک لوبو تر ټولو ښه بختوره نانځکه ده. )) (( تېرې دوې اوونۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې تر ټولو ښه موده بلل کيږي)).

د سعودي عربستان د ژمنيو لوبو ټولنې اجرائيه مشر سلطان سلامی د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکې کې وويل، چې چين يو ستر هېواد دی او دغه حقيقت د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو له خوا يو ځل بيا تائيد شو.