د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې پای ته ورسيدې
CMG2022/02/21 14:58:36
شريکول:

د اولمپيک ۲۴ مې دورې ژمنۍ لوبې د بېجينګ په وخت د فبرورۍ په۲۰ مه نېټه پای ته ورسېدې او د پای مراسم يې د همدې ورځې په شپه د بېجينګ ملي لوبغالي کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او يو شمېر نورو دولتي مشرانو، د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئیس توماس باخ او د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و.

د ۲۰۰۸م کال د اولمپیک دوبنۍ لوبې هم په همدغه ښار کې ترسره شوې وې او دا د بېجينګ دويم ځل و، چې د اولمپيک نړيوالو لوبو کوربتوب يې وکړ او نړيوالو ته يې په زړه پورې اولمپيک لوبې وړاندې کړې.

د بېجينګ د اولمپيک په روانو ژمنيو لوبو کې د ۹۱ هېوادونو او سيمو نږدې ۳۰۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و او ۲ نړيوال ريکارډونه او د اولمپیک د ژمنيو لوبو ۱۷ ريکارډونه يې پکې جوړ کړي او د دغو لوبو د شعار (( لاچټکتيا، لا لوړتيا، لا پياوړتيا او يو ځای کېدل)) روحيه يې څرګنده کړې ده.

چین د کرونا وبا له ستونزو سره سره بيا هم د روانو لوبو د تشکيلاتي چارو لپاره ډېرې هڅې کړي او نړيوالو ته يې ډېرې په زړه پورې خوندي لوبې وړاندې کړې او د نړيوالې ټولنې د ستاينې وړ ګرځېدلې دي.

د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو کې نارويژي لوبغاړو تر ټولو زيات ۱۶ طلايي ميډالونه وګټل او ورپسې جرمني لوبغاړو ۱۲ او چيني لوبغاړو ۹ طلايي ميډالونه ترلاسه کړل.

 د روانو لوبو د پای مراسم د بېجينګ پر وخت د فبرورۍ د ۲۰ مې نېټې په شپې (( د سولې او د ګډ برخليک ټولنې سندرې په غږېدو سره پيل شول او ورپسې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د هغه مېرمن پنګ لي يوان او د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ پر دریځ راڅرګند شول او کتونکو ته يې د لاس په ښوځولو ښه راغلاست ووايه.))

د شپې اته بجې کېدونکې وې، چې د يادو مراسمو لومړۍ هنري ننداره پيل شوه. يوې ډلې ماشومانو واورينې ډېوې پر ځمکې کېښودې او د د دغو لوبو لوګو يې روښانه کړه.

جالبه دا ده، چې د چين ډېوې اختر هم تېره اوونۍ پای ته ورسيد او د ډېوې ننداره د دغه دوديز اختر له دودونو څخه ده.

له لومړۍ نندارې وروسته، د چين ملي سرود وغږول شو او او ځيني لوبغاړي د دغو لوبو د ۹۱ پلاويو بيرغونو په اوچتولو سره لوبغالي ته ننوتل.

ورپسې ((  Ode to joy)) کلاسيکه نغمه وغږول شوه او د لوبغاړو استازي د ټولو کتونکو د چکچکو په بدرګه لوبغالي ته ننوتل.

په دغو مراسمو کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې د لوبغاړو کمېسيون استازو د ټولو لوبغاړو په استازيتوب د دغو لوبو د رضاکارانو ۶ استازو ته، چې د ټولو رضاکارانو استازیتوب یې کاوه،  درناوی څرګند کړ او د دوی له نه ستومانه کېدونکو کارونو  څخه يې مننه وکړه.

د يادو مراسمو په پای کې د يونان ملي بېرغ اوچت او ملي سرود يې وغږول شو او ورپسې د چين د هه بې ولايت کليوالو ماشومانو په ګډه د اولمپيک سندره وويله او د اولمپيک بيرغ د سندرې غږېدو سره همهاله ورو ورو ښکته شو.

د بېجینګ ښاروال چن جي نينګ دغه بيرغ د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئیس توماس باخ ته وسپاره او ښاغلي توماس باخ بيا دغه بيرغ د اولمپيک راتلونکو ژمنيو لوبو کوربه ښارونو يعنې د ايټاليې د ميلان او کورټينا ډي امپیزو ښاروالانو ته ورکړ.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکيلاتي کمېټې رئیس څای چي دغو مراسمو ته په وينا کې وويل، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو په تېرو ۱۶ ورځو کې د سياليو لپاره ډېرې هڅې کړي او د سپورټ جذابيت يې نړيوالو ته څرکند کړی دی. نوموړي د دغو لوبو د ملاتړ په پار له ټولو نهادونو په تېره بيا رسنيو څخه مننه وکړه او هيله يې وښوده، چې نړۍ د دغو لوبو ښې شېبې په ياد وساتي او د لا ښه راتلونکي لپاره ګډ کار وکړي.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ په خپلې وينا کې په چيني ژبه له چين څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د روانو لوبو د لوبغاړو استوګنځايونه چې د اولمپيک کلي په نوم هم ياديږي، ډېر ښايسته دي،  لوبغالي يې ډېر ښه جوړ شوي او د حيرانۍ وړ دي او تشکيلاتي کارونه يې هم بې ساري ترسره شوي دي. هغه وويل:

((زه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له تشکيلاتي کمېټې، د چين حکومت او ټولو همکارانو او دوستانو څخه مننه کوم. په چين کې اوس تر ۳۰۰ ميليونو زياتو خلکو په يخ لوبو کې ګډون کړی او چيني لوبغاړو ډېر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. روانې لوبې ډېرې ښې ترسره شوې او موږ پدې خوشحال شوو، چې چين د يخ لوبو په ډګر کې اوس لوی هېواد ګرځېدلی دی او چين ته يې مبارکي وايو!))

ښاغلي توماس باخ د خپلې وينا په وروستيو کې د روانو لوبو پای اعلان کړ او د نړۍ له ځوانانو څخه يې هيله وښوده، چې څلور کاله وروسته د اولمپيک د راتلونکې دورې ژمنيو لوبو لپاره د ايټاليې په ميلان او کورټينا ډي امپيزو ښارونو کې راغونډ شي.