ايراني وکیلان: حکومت دې په اټومي خبرو اترو کې اغېزمنې ژمنې تر لاسه کړي
CMG2022/02/21 15:43:59
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ایران ۲۵۰ وکیلانو د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه له خپل حکومت څخه غوښتي، چې له تجربو څخه زده کړه او عبرت واخلي او له اغېزمنې ژمنې پرته د ایران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په اړوندو خبرو اترو کې له امریکا سره هېڅ تړون لاسليک نه کړي. 
دغو ایراني وکیلانو ولسمشر ابراهیم رئیسي ته په يوې اعلامیې کې ویلي، چې اوس په ویانا کې اټومي خبرې اترې  حساسې مرحلې ته ننوتلې دي، د امریکې په شمول ځيني لوېديځ هېوادونه باید ډاډ ورکړي، چې د ایران له اتومي تړون څخه به بیا  نه وځي.        

په دغه اعلامیه کې پر امریکې او دریو اروپايي هېوادونو نیوکې شوي،  چې په تېرو څو کلونو کې يې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او د ایرانیانو ګټې يې سختې زيانمنې  کړي او حتی د ایران پر طبي تجهیزاتو او درملو يې هم محدودیتونه لګولي دي.
په دغه اعلامیه کې پر دې  هم ټينګار شوی، چې امریکا او اروپا باید ایرانیانو ته ژمنه ورکړي، چې پر ایران به ټول لګيدلي بندیزونه لغوه کوي. (هيله)