چين د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو لپاره سپورټي پلاوی اعلان کړ
CMG2022/02/21 15:54:21
شريکول:

ټاکل شوې، چې د بېجينګ پارالمپيک ژمنۍ لوبې به د مارچ په ۴مې نېټې پېل شي او د همدې مياشتۍ تر ۱۳مې نېټې پورې به دوام ومومي. چين د دغو لوبو لپاره خپل سپورټي پلاوی د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه اعلان کړ. دا د چين پنځم ځل دی، چې پارالمپيک ژمنيو لوبو ته خپل سپورټي پلاوی ليږي.
 
 ياد پلاوی ۲۱۷ غړي لري،  چې پکې ۹۶ لوبغاړي‌ (۶۸ نارينه او ۲۸ ښځينه) او ۱۲۱ ټرينران، کارکوونکي او د سياليو او طب مرسته کوونکي شامل دي.
په  دغه سپورټي پلاوي کې د چين د  ۱۲ ولايتونو لوبغاړي برخه دي. د دې پلاوي ۸۵ لوبغاړي، چې  ۸۸.۵ سلنه جوړوي،‌ په لومړي ځل د پارالمپيک ژمنيو لوبو کې ګډون کوي.