د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲۰ مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره ټيليفوني خبرې کړې دي. دواړو خواوو موافقه کړې چې په ډيپلوماتيکو لارو چارو به د اوکراين مسئلې د حل لپاره هلو ځلو ته داوم ورکړي.
د روسېې ولسمشرۍ ويبپاڼې په همدې ورځ ويلي چې دواړو مشرانو د اوکراين په ختيځ کې د وضعيت د خرابېدو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. دواړو مشرانو موافقه کړې چې بېلا بېلې خواوې بايد د نورماندي په چوکاټ کې په ډيپلوماتيکو لارو د اوکراين مسئلې د حل لار ولټوي او په سيمې کې بايد د شخړې مخه ونيسي.
(مينه)