د بېجينګ مطبوعاتي مرکز د فبرورۍ په ۲۱مه نېټې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو په اړه ځانګړې مالوماتي ناسته ترسره کړه.
د ياد مرکز د مالوماتو له مخې، د بېجينګ د پارالمپيک ۱۳مې دورې ژمنۍ لوبې به د مارچ په ۴مې نېټې پېل شي او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې به دوام ومومي.
يادې لوبې به د چين په پلازمېنې بېجينګ او د هه بې ولايت په جانګ جيا کو ښار کې تر سره شي او د يخ هکي په ګډون د ۷۸ ډوله لوبو لوبغاړي به په بېلا بېلو لوبغالو کې سیالۍ ترسره کړي.
(خبرياله : شکريه)