د مونيخ د ۵۸مې دورې امنيتي غونډه پای ته ورسېده
CMG2022/02/21 15:59:23
شريکول:

د مونيخ د ۵۸مې دورې امنيتي غونډه د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د جرمني په مونيخ کې پای ته ورسېده. 
د غونډې ګډونوالو د اوکراين پر وضعيت خبرې کړې دي. د جرمني صدراعظم اولف شولز ويلي، چې د اوکراين وضعيت ارام نه دی او امکان شته چې اروپا په جنګ کې ونښلي. نوموړي ټينګار کړی، چې د اوکراين مسئله بايد په پياوړو  ډيپلوماتيکو لارو چارو حل شي. د ناټو سرمنشي جینس سټولټنبرګ ويلي، چې هغه د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاوروف ته پيغام لېږلی او وړانديز يې ورته کړی، چې د ډيالوګ له لارې د شخړو د پېښېدو مخه ونيسي. د مونيخ امنيتي غونډې مشر ولفګانګ اسچينګير د پای په مراسمو کې په دې غونډې کې د روسيې د نه ګډون په اړه ناهيلي څرګنده کړې ده.