د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېدې. د يادو لوبو له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته یعنې د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو په کلي کې نیکمرغۍ راوړونکې نانځکه او نورې اړوند نښې د پاراولمپيک ژمنیو لوبو په نانځکې او نښو بدلې شوې.
د پاراولمپيک د نړیوالې کمېټې د غوښتنې له مخې به په لوبغالیو کې د اولمپيک او پاراولمپيک د ژمنيو لوبو نښې په خپل ځای پاتې وي او یوازې د اولمپيک د ژمنیو لوبو ځانګړې نښې به بدلې شي. برسيره پر دې، د ړندو کسانو لارښوونکي به هم راټول او د دوی په خدمت کې ودریږي. اټکل کېږي چې د پاراولمپيک ژمنيو لوبو اړوند کارونه به د روانې میاشتې د ۲۴مې نېټې د ماسپښين تر دوو بجو پورې پای ته ورسیږي. (هيله)