چيني استازی: د اوکراين مسئله دې له ډيپلوماتيکو لارو حل شي
CMG2022/02/22 14:34:37
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بېړنۍ غونډې ته په وينا کې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه، چې له ډيپلوماتيکو لارو د اوکراين مسئلې د حل لاره پيدا کړي.

ښاغلي جانګ جون وويل، چې چين د اوکراين وروستي وضعيت ته ډېره پاملرنه کوي او چيني استازي هم د امنيت شورا په دوو غونډو کې خپل دريځ څرګند کړی دی. د چين په اند، اړوندې خواوې دې زغم وساتي او هره هغه کړنه دې چې د وضعیت د لاخرابېدو سبب کيږي، ترسره نه کړي. نوموړي زياته کړه، چې چين له اړوندو خواوو څخه غواړي، چې د اوکراين مسئلې د حل لپاره خبرو ته دوام ورکړي او د مساواتو او متقابل درناوي پربنسټ دې ورته د حل لاره پيدا کړي.