بېجينګ څنګه بې ساری برياليتوب تر لاسه کړ؟
CMG2022/02/22 14:39:38
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ د فبرورۍ د شلمې نېټې په شپه د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د پای په مراسمو کې وويل، چې دغه لوبې په بې ساري برياليتوب پای ته ورسېدي.
د بېجينګ د ۲۰۰۸م کال د اولمپيک له دوبنيو لوبو څخه تر د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک تر ژمنيو لوبو پورې، د چين له رښتينو کړنو څخه ښکاري، چې دغه هېواد د اولمپيک د خوب او ارمان د پوره کولو ټينګ ملاتړی او عملي کوونکی دی.

بېجينګ چې پکې د اولمپيک دوبنۍ او ژمنۍ لوبې تر سره شوي، څنګه وکولی شول، چې بې ساری برياليتوب تر لاسه کړي؟

لومړی لامل يې له نړۍ سره د چين کړې ژمنې پورې تړاو لري.

چين د خپلو ژمنو د پوره کولو له لارې نړيوالو ته يوه په زړه پورې سپورټي مېله وړاندې کړه او له دې لارې يې نړيوالو ته د اولمپيک روحيه خپره کړه.

د ۹۱ سپورټي پلاويو څه باندې ۲۸۰۰ لوبغاړو په تېرو ۱۷ ورځو کې د اولمپيک په سياليو کې پر له پسې هڅې کړي او نوي ريکارډونه يې جوړ کړي دي. د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په لومړي ځل تر هغه وروسته، چې په شعار کې يې د يووالي کلېمه شامله شوې، ترسره شوې. په دغو لوبو کې هره ورځ د درناوي او دوستۍ په اړه په زړه پورې او ښکلې کيسې اورېدل شوې دي.

د واشينګټن پوسټ ليکوال جيري بريوير د کرونا ټېسټ د مثبتې پايلې له امله د بېجينګ په يوه هوټل کې کرنتين شوی و، نوموړي په يوه ليکنه کې د کرنتين خپله تجربه شريکه کړې او ليکلي يې دي، چې کله هغه په هوټل کې کرانتين و، د اولمپيک ژمنيو لوبو رضاکارانو هغه ته چاکليټونه ډالۍ کړل او د دوی دغې پېرزوينې پر هغه ډېر اغېز وښانده. نوموړي ویلي، چې هوټل کې يې د نيکمرغۍ فضا خوره وه.

نوموړي ليکوال ويلي، چې د چين اړوندې ادارې د هغې موخې د تر سره کولو لپاره هم ډېرې هڅې کړي، چې د اولمپيک د ژمنيو لوبو په درشل کې به درې سوه مليونه وګړي د واورو په لوبو کې ګډون وکړي. چين يادې موخې ته رسیدلی او په نړۍ کې اوس د ژمنيو لوبو نوې زمانه پېل شوې ده.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې اټکل کړی، چې تر ۲۰۲۵م کال پورې به د چين د ژمنيو لوبو بازاري ارزښت ۱۵۰ مليارډه امريکايي ډالرو ته ورسيږي او دا به په ګردې نړۍ کې د ژمنيو لوبو د پرمختګ لپاره مثبت رول ولوبوي.

سربېره پردې د بېجينګ اولمپيک ژمنیو لوبو د ختيځ او لويديځ تمدنونه سره پيوست کړي دي. د بېجينګ د اولمپيک د ژمنیو لوبو د سټوډيومونو له ډیزاين او د دغو لوبو له پرانيستونکو او پای مراسمو څخه ښکاري، چې د انسانانو ټولې مدني لاسته راوړنې باید له ټولو سره شريکې شي.

په عين وخت کې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په موده کې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه هم په بريالیتوب روانه وه.

د يوې شمېرنې له مخې، د يادو لوبو په محافظتي دايرې کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر يوازې په سلو کې صفر اعشاريه صفر يو ښودل شوی دی. سربېره پردې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کميټې په شو کانګ باغ کې د سکي د ټوپ وهنې يوه لوی سټېج جوړ کړی او د سپیډ سګيټينګ ( speed skating) ملي ستوډيوم يې هم اباد کړی دی. دوی د دغو تأسيساتو د ابادۍ له لارې د چاپيريال ساتنې او د عصري تکنالوژۍ د استعمال په برخه کې د نړيوالو لپاره نمونه برابره کړې او دا يې هم ښکاره کړې، چې چين د نړيوال ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې او دواملرونکي پرمختګ په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.

تر ټولو مهمه دا ده، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د نړيوالو بدلونونو او د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې په ټاکلي وخت ترسره شوې او د نړيوالې سولې او يووالي لپاره يې ډېر ښه رول لوبولی دی.

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په ډېر لنډ وخت یعنې په اوولسو ورځو کې تر سره شوې، خو هغه انځور چې د پای په مراسمو کې يې کوچنۍ واوره پر لويې واورې بدله شوې، تل به د خلکو په زړونو کې وساتل شي. د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د نړيوالې سولې، يووالي او دواملرونکي پرمختګ د پرمخبيولو په برخه کې د چين د هڅو ښه ښکارندويي کوي.