چين د امريکا پر پوځي صنعتي تصديو متقابل تدبيرونه اعلان کړل
CMG2022/02/22 11:36:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين حکومت د خپل ملي حاکميت او امنيتي ګټو د ساتلو لپاره د امريکا پر هغو پوځي صنعتي تصديو متقابل تدبيرونه او بنديزونه لګولي، چې له اوږدې مودې راهيسې پر تايوان وسلې پلوري.

وانګ ون بين زياته کړه چې امريکا د چين پر تايوان وسلې پلوري او دا کړنه يې د يو چين د پېژندنې له اصل او د دواړو هېوادونو له درېيو ګډو اعلاميو څخه څرګنده او سخته سرغړونه ده او د چين ملي حاکميت او امنيتي ګټو ته يې زيانونه رسولي دي. د امريکا يادې کړنې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې او د تايوان سمندري سيمې سوله او ثبات خراب کړي دي. چين د امريکا له دغې کړنې سره سخت مخالفت کوي.

(مينه)