د امريکا کيپيټل هيل ورځپاڼې په دې
وروستيو کې د چين خلاف پاليسۍ د مخالفت په عنوان يوه مقاله خپره کړې او پکې يې
ويلي، چې د چين خلاف پاليسي د امريکا د سيالۍ ځواک د پياوړتيا لپاره هېڅ ګټه نه
لري.
مقاله وايي، چې د امريکا استازو جرګې د فبرورۍ په پېل کې (( د ۲۰۲۲م کال د
امريکا د سيالۍ مسوده )) تصويب کړه، چې له مخې به یې امريکا له چين سره نه يوازې د
ساينس، تکنالوژۍ او د توليدي ځنځير په برخو کې، بلکې د سيمه ييز سياست، امنيت او
ايډيولوژيکي مفکورې ډګر ته ښکته شي او سيالي به پېل کړي.
د کيپيټل هيل ورځپاڼې
يادې مقالې کې ويل شوي، چې دغه مسوده به د امريکا د سيالۍ ځواک د پياوړتيا سبب به
ونه ګرځي، ځکه د چين او امريکا د اړيکو خرابېدو تسلسل د امريکا له ګټو سره سمون نه
لري. چينايان او امريکايان ګډې ګټې لري او خپلمنځي همکاريو ته په تمه دي او د دواړو
هيوادونو له حکومتونو غواړي، چې په سوله ييز ډول خپلمنځي اختلافات حل کړي.
د
واشنګټن سياستوال دې د خپل هېواد پر موجودو ستونزو سترګې نه پټوي او د اسيا الاصله
امريکايانو پر ضد دې پاروانې نه کوي او نژاد پرستۍ ته دې د پای ټکی کيږدي.
(
خبرياله : شکريه )