د ملګرو ملتونو امنيت شورا به د اوکراين وضعيت په اړه علنۍ غونډه وکړي
CMG2022/02/22 13:42:03
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا به پر ځايي وخت د فبرورۍ د ۲۱ مې نېټې د شپې په ۹ بجو د اوکراين وضعيت په اړه غونډه جوړه کړي او د ملګرو ملتونو سياسي چارو د سرمنشي مرستيال روسمارۍ ډيکارلو به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

روسيه د ملګرو ملتونو نوبتي رئيسه هېواد دی او د امريکا هغه غوښتنه يې منلې، چې د تړلو دروازو تر شا غونډه په علني ډول تر سره کړي. دغه بېړنۍ غونډه د اوکراين لخوا وړانديز شوې او د دغه هېواد استازی به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

(مينه)