د يو ايس ټوډۍ ويبپاڼې د فبرورۍ په ٢١مه نېټه د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر توماس باخ په قول خبر ورکړی، چې چين د بېجينګ د اولمپیک ژمنيو لوبو په ترڅ کې د کرونا وبا د مخنيوي ډېر ښه تدبيرونه نيولي وو، چې له امله یې پر يادې وبا د اخته کسانو د پېښو کچه ٠.٠١ سلنه ښودل شوې ده.
نوموړي د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې د چين ياد تدبیرونه ستایلي او بيېجينګ يې د نړۍ تر ټولو خوندي ځای بللی دی.