په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۲۲ میلیونو، ۱۸۸ زرو او ۷۵۴ ته رسېدلی
CMG2022/02/22 11:21:02
شريکول:

د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۲۲ میلیونو، ۱۸۸ زرو او ۷۵۴ ته رسېدلی دی. 

راپور ښيي، چې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازدیګر تر ۷ بجو او ۳۶ دقیقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۱ میلیون، ۵۹۷ زره او ۵۷۱ نوې پېښې زیاتې شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۴۲۲ میلیونو، ۱۸۸ زرو او ۷۵۴ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۹۱۹۷ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ میلیونو، ۸۷۶ زرو او ۷۶۶ ته رسېدلی دی. (هيله)