د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه په بريالۍ توګه پای ته ورسيدې، چې دا کار د چين برياليتوب بلل کيږي او هم د اولمپيک او ټولو انسانانو چارو پورې تړاو لري.
وانګ ون بين د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چين خپلې ژمنې پوره کړي او نړۍ ته د اولمپيک سپېڅلې، خوندي او په زړه پورې لوبې وړاندې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د اولمپيک روحيه د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې وځلېدوه او ټولې نړۍ ته خپره شوه. د ۹۱ هېوادونو او سيمو نژدې ۳ زرو لوبغاړو په دغو لوبو کې ګډون کړی او ۲ نوي نړيوال ريکارډونه او د اولمپيک ژمنيو لوبو ۱۷ نوي ريکارډونه يې جوړ کړي دي. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د مسابقو او سرو زرو ميډالونو شمېر او د کتوونکو شمېر د اولمپيک د تېرو دورو ژمنيو لوبو په پرتله زيات و.