بريتانوی دايريکټر ملکولم کلارک: د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو نړيوالو ته د چېن کېسې کړي
CMG2022/02/22 14:45:27
شريکول:

د بريتانيې مشهور ډايريکټر او د اوسکارس جايزې ګټونکي ملکولم کلارک له رسنيو سره د مرکې پر مهال ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو نړيوالو ته د چېن کېسې کړې دي.

نوموړي ويلي، چين که څه هم پياوړی شوی، خو د ناارامۍ احساس لري، چينايان دې پر خپلې عقيدې، کلتور، کيسو او تاریخ زيات باور ولري او د بېلابېلو هنري اثارو له لارې دې نړيوالو ته د چين واقعي حالات وروپېژني، ترڅو د چين په اړه د لویديځ تعصب لرې شي.

هغه زياته کړې، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنیو لوبو کې د چېن کېسې رانغاړل شوي او چيني لوبغاړو دغه کېسې بيان کړي دي، د دې ترڅنګ د چین حکومت په ډېرو هڅو د ټولو لوبغاړو روغتيا ساتلې  او دا هم د چین يوه ډېره ښه ګام بلل کيږي. لويديځې رسنۍ په ټول توان د اولمپيک ژمنيو لوبو د ثبات د خرابولو په لټه کې دي، خو دوی ناکامې شوې دي.