د چين او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو د خپلمنځي اړيکو په اړه د نظريو تبادلې وکړې
CMG2022/02/22 15:01:49
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په بلنه ورسره تلېفوني خبرې وکړې.

بليکن له وانګ يي سره په تلېفوني خبرو کې لومړی نوموړي ته د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب او د چيني لوبغاړو د لاسته راوړنو په مناسب مبارکي وويله. وانګ يي هم بليکن ته د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې د امريکايي لوبغاړو برياليتوبونو په مناسبت مبارکي وويله او و يې ويل، چې د چيني او امريکايي لوبغاړو ترمنځ دوستانه تګ راتګ د اولمپيک روحيه څرګنده کړې ده.

وانګ يي وويل، چې د چين او امريکا د مشرانو د ګډو نظريو عملي کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره تر ټولو مهم کار دی. امريکا په دې وروستيو کې د ايندو- پاسيفيک ستراتيژۍ نوې بڼه خپره کړې او په خپلې سيمه ييزې ستراتيژۍ کې يې د تايوان له لارې د چين د پرمختګ د مخنيوي پلان د شاملولو لپاره هڅې کړې دي. چين د امريکا دغه کړنې ناسم پيغامونه بولي او يو ځل بيا ورڅخه غواړي، چې د ولمسشر جو بايډن د ژمنو د عملي کولو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي.

بلينکن وويل، چې ولسمشر بايډن څو ځلې ويلي، چې امريکا نوې سړه جګړه او د چين د ميکانيزم بدلون نه غواړي او له چين څخه د تايوان له جلا کېدو سره مخالفت کوي او له چين سره د شخړو او مقابلې نيت نه لري.