روسيې د دونیڅک ولسي جمهوريت او لوهانسک ولسي جمهوريت د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسميت وپېژندل
CMG2022/02/22 10:34:47
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې په شپه په ټليويزيوني وينا کې اعلان وکړ، چې روسيه د دونیڅک ولسي جمهوريت او لوهانسک ولسي جمهوريت د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسميت پېژني.

د ۲۰۱۴م کال په اپرېل کې، د اوکراين د دونيڅک او لوهانسک ایالاتونو کې د بېلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ کشالې پېل شوې او ورپسې بېلتون غوښتونکو ډېر ژر د دونيڅک ولسي جمهوريت او لوهانسک ولسي جمهوريت د جوړولو اعلانونه وکړل.

د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی، چې امريکې د روسيې د يادې پرېکړې له اعلان وروسته، پر دغه هيواد د لومړي پړاو بندیزونه اعلان کړي او خبرداری يې ورکړی، چې د اړتيا په صورت کې به پر روسيې نور زیات بندیزونه هم ولګوي.

( خبرياله : شکريه )