بهرنيو لوبغاړو د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو پای مراسم وستايل
CMG2022/02/22 11:07:15
شريکول:

د بېجينګ د المپيک  ژمنيو لوبو د پای مراسم د فېبرورۍ په ۲۰مه نېټه  پای ته ورسېدل.

د کاناډا د ازادۍ سکي  وهلو لوبغاړې راجيل کارکير پر ټولنيزو  رسنيو د يادو لوبو پای مراسمو کې  د دغه هېواد د ګډون کوونکو لوبغاړو عکسونه خپاره کړي او ويلي يې  دي، چې المپيک  لوبو د پای مراسم ډېر په زړه  پورې ترسره شول.

د هالنډ د  چټک سکېټينګ لوبغاړې  ليردام جوټا د مالاتانګ په نوم چيني خوراک خوښ شوی او پر ټولنيزو رسنيو  يې ګڼ مالومات خپاره کړي  دي.

هغې د المپيک  سټېج ته د پورته  کېدو پر مهال او د مشال د کښته کېدو  عکسونه اخيستي او پر ټولنيزو  رسنيو يې خپاره کړي دي.

د چک د نڅا سکایټ کولو لوبغاړې ناټالي  تاسچليروا په پای مراسمو کې د چين ځانګړي باڼسي څراغ عکس خپور  کړی دی..

د امريکا د بوبسليګ او  سکيلېټن (Bobsleigh and Skeleton) لوبغاړې کايشا لوف په ټولنيزو رسنيو کې  د يوې په زړه پورې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې د بېجينګ له مېلمه پالنې څخه مننه  کوم او نه  هېرېدونکې خاطرې يې راکړې دي.

( خبرياله : شکریه )