چين د يخ او واورو په لوبو کې د لا زياتو معيوبينو د ګډون لپاره ښه خدمت کوي
CMG2022/02/23 15:27:46
شريکول:

د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د ټولې نړۍ تر پاملرنې لاندې پای ته رسېدلې دي. د اولمپيک د نړيوالې کمېټې رئيس ټوماس باخ د دغو لوبو د يادونې په وخت کې ویلي، چې چين د دغو لوبو د چمتوالي په بهېر کې د يخ او واورو په لوبو کې د ۳۰۰ ميليونو کسانو د ګډون په اړه خپله ژمنه پوره کړې ده. که څه هم ورڅخه يوازې لږ کسان د يخ او واورو لوبو مسلکي لوبغاړي وګرځي، خو د دغې ژمنې پوره کول په ټوله نړۍ کې د يخ او واورو د لوبو نوې پاڼه پرانيزي. د شمېرنې له مخې، له ۲۰۱۵م کال څخه د ۲۰۲۱م کال تر اکتوبر پورې، په چين کې څه باندې ۳۴۶ ميليونو کسانو د يخ او واورو په لوبو کې ګډون کړی دی او په دغو لوبو کې د اوسيدونکو د ګډون انډول په سلو کې څليرويشت اعشاريه شپږ پنځوس ته رسېدلی دی.

څو ورځې وروسته به د بېجينګ پارالمپيک ژمنۍ لوبې په رسمي توګه پرانيستل شي، چې دغه لوبې به د مارچ له ۴مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې په بېجينګ او جانګ جيا کو ښارونو کې تر سره شي. د معلوماتو له مخې، په دغو لوبو کې د څرخ لرونکي څوکۍ کارلينګ ( wheelchair curling) او د پارالمپيک هکي (Paralympic Hockey ) په شمول د شپږو لويو ډولونو د اته اويا کوچنيو ډولونو مسابقې تر سره شي. د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه د بېجينګ د پارالمپيک په ژمنيو لوبو کې د چين پلاوی په رسمي توګه جوړ شوی. د دغه پلاوي ۹۶ لوبغاړي به له دغو اته اويا کوچنيو ډولونو څخه د درې اويا کوچنيو ډولونو په مسابقو کې ګډون ولري. دا د چين د پارالمپيک شپږم پلاوی دی چې پيمانه يې په تاريخ کې بې ساري ده.

د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک د ژمنيو لوبو د چمتوالي کارونه په چين کې د پارالمپيک چارو د چټک پرمختګ سبب ګرځي. د تازه شمېرنې له مخې، په چين کې د معيوبينو عمومي نفوس ۸۵ ميليونو تنو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د چين په عمومي نفوسو کې شپږ اعشاريه يوويشت سلنه نيسي. چين له ۲۰۱۶م کال څخه په مسلسلو شپږو کلونو کې د معيوبينو لپاره د يخ او واورو د لوبو د فصل په نوم فعاليت تر سره کړی دی چې دغه  فعاليت هم د يخ او واورو په لوبو کې د ۳۰۰ ميليونو کسانو د ګډون پروژې يوه مهمه برخه ده. د چين د بېلا بېلو خواوو تر کوښښونو لاندې په تېرو څو کلونو کې لا زيات معيوبينو د يخ او واورو په لوبو کې ګډون کړی او ورڅخه يې خوند واخيستلی دی.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې د بشپړ چمتوالي، منظم ترتيب او غوره خدمت له امله د نړيوالې ټولنې ستاينې تر لاسه کړې دي. اوس ټوله نړۍ د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو ځلښت ته په تمه ده او باور لري، چې د بېلا بېلو معيوبين لوبغاړي به په دغو لوبو کې د لا چټکتيا، لا لوړتيا، لا غښتليتوب او لا يووالي په شمول د اولمپيک شعار په خپرولو سره برياليتوبونه تر لاسه کړي.