شي جين پينګ د بريتانيې ملکې اليزابت ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه
CMG2022/02/23 10:30:07
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د بريتانيې ملکې اليزابت ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی او د ښې روغتيا هيله يې ورته څرګنده کړې ده.
ملکه الیزابت څو ورځې وړاندې په کرونا وبا اخته شوې ده.
شي جينګ پېنګ په دغه پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او بريتانيې تر منځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په درشل کې له ملکې الیزابت سره یو ځای د خپلمنځي اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.
(شکريه)