شي جين پينګ د بروني د خپلواکۍ د ۳۸مې کاليزې په مناسبت د دې هېواد سلطان حاجي حسن البلقيه ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/02/23 17:28:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د بروني د خپلواکۍ د ۳۸مې کاليزې په مناسبت د دې هېواد سلطان حاجي حسن البلقيه ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې له سلطان حسن البلقيه سره يې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ډيالوګ اړيکو د جوړېدو د ۳۰مې کليزې د سرمشريزې مشري کړې او د دواړو هېواد ونو ترمنځ اړيکې يې لوړې کچې ته رسولي دي. نوموړي هيله ښودلې، چې دواړه خواوې به د کرونا وبا ضد مبارزې او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخو کې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي او د چين او بروني ترمنځ اړيکې به نوي پوړ ته پورته کړي.

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم په همدې ورځ خپل برونايي سيال ته د دې هېواد د خپلواکۍ د ۳۸مې کاليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.