د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د
پارلمان مشر محمد حلبوسي د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه له خپلو دوو مرستيالانو او د بېلا
بېلو ګوندونو له استازو سره د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو غونډه تر سره کړې ده. دوی په
يوې اعلاميې کې ويلي، چې د عراق د ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکې اوونۍ په پای کې تر
سره شي، خو د رایې اچونې څرګند وخت يې پکې نه دی بیان کړی.
(خبرياله : شکريه)