د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکې د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه په کيف کې يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هېواد به يې له روسيې سره د اړيکو پر پرېکون غور وکړي.
نوموړي په همدې ورځ د استونيا له ولسمشر سره تر کتنې وروسته وړاندوينه کړې، چې روسيه به په لويه پيمانه وضعيت ترينګلی نه کړي. هغه د اوکراين حالت ترينګلتيا د اروپا او ټولې نړۍ لپاره بې سارې ننګونه بللې او ويلي يې دي، چې پر روسيې بنديزونو کې دې د ((نورډ سټريم ۲)) پروژې بندول هم اضافه شي.
د اوکراين د بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ په روسيه کې خپل شارژدافير ورغوښتی دی.