په چين کې د بهرنیو تصديو شمېر زيات شوی
CMG2022/02/23 10:27:29
شريکول:

د چين د رسمي شمېرنې له مخې په ۲۰۲۱م کال کې په دغه هېواد کې د بهرنیو تصديو شمېر ۶۱ زره زيات شوی او دا د وړم کال په پرتله ٪۲۳.۳ زياتوالی ښيي.

 چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې دغه شمېر د چين پر اقتصادي ودې د بهرنيو سوداګرو باور ښيي او ثابته کړې يې ده، چې په چين کې سوداګريز چاپيريال لاپسې ښه او د بهرنيو تصديو د زيات باور سبب شوی دی.