د چين په جامع ضمانتي زونونو کې د صادراتو او وارداتو ارزښت ۵۹۰۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی
CMG2022/02/23 10:36:08
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې تازه شمېرنه ښيي، چې په ۲۰۲۱م کال کې د دغه هېواد په جامع ضمانتي زونونو(comprehensive bonded zone) کې د صادراتو او وارداتو ارزښت ۵۹۰۰ مليارډو يوانو (۹۳۲.۷۹ مليارډو امريکايي ډالرو) ته رسېدلی، چې دا د وړم کال په پرتله ٪۲۳.۸ زياتوالی ښيي او د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره يې د خدمت انډول ٪۱۶.۵ ته رسېدلی دی.

په جامع ضمانتي زون کې د ازادې سوداګرۍ سيمه، د وارداتو پروسيس سيمه، د ازادې سوداګرۍ د مالونو ترانسپورټي سيمه او بندرونه راځي او په چين کې د دغه ډول زونونو شمېر ۱۵۵ ښودل شوی دی.