وانګ يي: د امنيت شورا په اصلاحاتو کې دې د پرمختيايي هېوادونو د استازيتوب او وينا حق پياوړتيا ته لومړيتوب ورکړل شي
CMG2022/02/23 14:49:45
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اصلاحاتو په چارو کې د ۷۶مې دورې عمومي اسامبلې د حکومتونو د ډيالوګ ميکانيزم له مشر او په م.م کې د قطر د دايمي استازي الساني او په م.م کې د ډنمارک له استازي هيرمان سره وکتل.

وانګ يي په دغه کتنه کې وويل، چې امنيت شورا دې د ناارام نړيوال وضعيت پر وړاندې د خپل مسئوليت او دندو د لا ښه تطبيق لپاره د اصلاحاتو له لارې خپل توان او موثريت لوړ کړي. چين د امنيت شورا له مناسبو او اړينو اصلاحاتو څخه ملاتړ کوي او د دې لپاره يې رغنده هڅې کړې دي.

وانګ يي پر دې ټينګار وکړ، چې د امنيت شورا په اصلاحاتو کې دې د پرمختيايي هېوادونو د استازيتوب او وينا حق پياوړتيا ته لومړيتوب ورکړل شي او لا زياتو هېوادونو په تېره بيا منځنيو او کوچنيو هېوادونو ته د امنيت شورا په پريکړو کې د ګډون فرصتونه برابر کړي، ځکه دا کار د امنيت شورا د اصلاحاتو اصلي موخه او عمده لوری بلل کيږي.

ښاغلو الساني او هيرمان د څو اړخيزم او د ملګرو ملتونو د رول د پياوړتيا لپاره د چين هڅې وستايلې او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب په مناسبت يې وانګ يي ته مبارکي وويله. نوموړو هيله وښودله، چې له چين او د ملګرو ملتونو له نورو غړو سره خپلمنځي همغږي پياوړې کړي او د امنيت شورا د اصلاحاتو جريان پر مخ بوزي.