د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو مهم ميراث
CMG2022/02/23 17:47:05
شريکول:

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې  د فبرورۍ په ۴مه  نېته پېل او د همدې مياشتې په ۲۰مې نېټې په برياليتوب پای ته ورسيدې.

  چين د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو لپاره د لوبغاليو د ابادۍ، د کرونا وبا د وقايې او مخنيوي او د ټکنالوژيکي نوښت په ګډون  په زياتو برخو کې ارزښتناکې چارې ترسره کړي او ښې لاسته راوړنې لري.

د چين دغه لاسته راوړنه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تر ټولو مهم ميراث بلل کيږي، چې په دغه هيواد کې ۳۰۰  ميليونو کسانو په ژمنيو لوبو کې برخه اخيستې ده.

بېجينګ په ۲۰۱۵م کال کې د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربه حق د ترلاسه کولو په ترڅ کې  ژمنه کړې وه، چې د  ۳۰۰ ميليونو خلکو لپاره به زمېنه برابره کړي، چې په ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي. چين د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتوالي په بهير کې له ټاکلي وخت مخکې يادې موخې ته رسيدلی.

په چين کې د ۲۰۲۱م کال تر اکتوبر پورې، د يخ او واورو لوبو د ګډونکوونکو شمېر  ۳۴۶ ميلونو تنه ښودل شوی او دا کار يې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ډېره مهمه لاسته راوړنه بلل کيږي.

 دغه مينه ناک يوولس مياشتنی ماشوم د سکي وهلو هڅه کوي.

 يوه ښکلې نجلۍ، چې د هان فو په نوم عنعنوي چيني جامې يې اغوستي، د سکي وهلو په حال کې ده.

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د اورومچي په يو باغ کې کوچني ماشومان د يخمالک د زده کړې په حال کې دي.

د بېجينګ په سکي ميدان کې ځوانان

د چين د شمال ختيځ لياو نينګ ولايت په شن يانګ ښار کې يوه ډله  سپين ږيري، چې منځنی عمر يې له ۶۲ کالونو پورته دی، د يخ لوبې په حال کې دي.


د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پای مراسمو کې ويلي، چې د اولمپيک دغه لوبې بې سارې او په زړه پورې  وې او موږ په دې خوشحاله يو، چې چين د ژمنيو لوبو لوی او پياوړی هېواد ګرځيدلی دی.