د اوکراین کړکېچ د حل لپاره بايد سوله ييزه لاره غوره شي
CMG2022/02/23 13:43:30
شريکول:

د اوکراین په ختيځ کې د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه لوی بدلون رامنځته شو.

روسيې په همدې ورځ د اوکراین په ختيځ کې دوه جمهوریتونه(لوهانسک او دونيڅک) په رسميت وپېژندل او دغې کړنې يې د لویديځ غوسه را پارولې ده.

امريکې د روسیې د يادې کړنې په غبرګون کې پر دغه هيواد مالي بندیزونه ولګول او یو شمېر نورو لويديځو هيوادونو هم ورته تدبیرونه اعلان کړل.

چین د اوکراین مسئلې په اړه د امنیت شورا په یوې بېړنۍ غونډې کې پر ښکیلو خواوو غږ کړی، چې سړه سینه وساتي او له داسې هلو ځلو دې ډډه وکړي، چې د وضعیت د ترینګلتیا سبب ګرځي.

د اوکراین مسئله یوه ډېره پیچلې موضوع ده

ناټو تر سړې جګړې وروسته د ختيځ په لور د پراخېدو هڅې کولې او که اوکراين يې هم په خپلې لمنې کې رانغاړلی وای، نو د روسيې د ستراتيژيک امنیت پر وړاندې به يې سخت ګواښونه جوړ کړي وو. روسیې هر وخت له ناټو په ټينګار غوښتنه کوله، چې د ختيځ په لور د پراخېدو او د ګواښ رسوونکو وسلو د نه ځای پر ځای کولو په اړه قانوني سند لاسليک کړي.

اوکراین غواړي، د لویو هېوادونو په سيالۍ کې ځان خوندي کړي او د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي، خو اروپايي هېوادونه سخت اندېښمن دي، چې ښايي اروپا يو ځل بيا به په جګړه کې ډوبه شي.

د اوکراین اوسنی وضعیت د یو لړ پيچلو عواملو له امله رامنځته شوی او امریکې په دې ترڅ کې لمسوونکی رول لوبولی دی. واشنګټن له یوې مودې راهيسې داسې ګوونګوسې راپورته کړي، چې روسیه غواړي،  پر اوکراین تېری وکړي.

واشنګټن غواړي، چې د نړیوالو پاملرنه د امريکا په کوردننه له شته اختلافاتو څخه بلې خوا ته واړوي او له خپل حکومت څخه د امریکایانو د ملاتړ انډول بیا لوړ کړي، برسيره پر دې، واشنګټن دا هم غواړي، چې د اوکراین بحران د راپارولو په وسیله د اروپا پر وضعیت هم اغېزه وکړي. د امریکې دغه کړنې د اوکراین وضعیت د لا ترينګلتیا سبب ګرځېدلې دي.

د یادولو وړ ده، چې ښکېلې خواوې د اوکراین د وضعیت د ترینګلتیا په بهیر کې  یوه خوا خپلې کلکې رویې څرګندوي او بله خوا بیا وايي، چې د خبرو اترو کړکۍ يې پرانېستې دي.

 د جرمني صدراعظم ولف شولز څو ورځې مخکې ویلي، چې اروپا ښايي بیا په جګړې کې ونښلي، نو ښه به دا وي، چې د اوکراین مسئلې د ليرې کولو لپاره ډيپلوماتیکې لارې چارې وکارول شي.

د اوکراین ولسمشر زيلینسکي بیا وايي، چې د روسيې او اوکراین ترمنځ د جګړې د راپورته کېدو په اړه پروپاګنډ خپريږي او د هېواد پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند یې ډېرې منفي اغېزې کړې دي.

چین د امنیت شورا د یو دايمي غړي په توګه، د اوکراین مسئلې په اړه تل دا دریځ نيولی، چې د هر یو هېواد مناسبو امنیتي غوښتنو ته دې درناوی وشي او د ملګرو ملتونو منشور د اصولو او موخې هم بايد وساتل شي.

د چین استازي څو ورځې مخکې د مونیخ په ۵۸مه امنیتي ناسته کې په اشارې ویلي، چې د اوکراین مسئلې خبرې اترې باید د مینسک د نوي تړون په تړاو ترسره شي، دغه تړون د اوکراین مسئلې د ښکيلو خواوو د خبرو اترو له لارې لاسليک شوی او د امنیت شورا لخوا هم تائيد شوی او همدا د اوکراین مسئلې د حلولو لپاره یوازينۍ لار بلل کېږي.

د اوکراین وضعیت د لا ترینګلتیا په حال کې دی، ښکيلې خواوې باید سړه سینه وساتي. د امریکې په شمول بهرني ځواکونه باید ښکيلې خواوې خبرو اترو ته وهڅوي او نوره ترینګلتیا دې نه راپورته کوي.

لوی هېوادونه باید د نړۍ د سولې او ارامۍ  لپاره لارښوونکی رول ولوبوي.