د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون
بين د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه په يوې نوبتي مطبوعاتي غونډې کې وويل، چې چين يو ځل بيا
د اوکراين کشالې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي، چې سړه سينه وساتي او د خبرو اترو
له لارې اختلافات ليرې او ستونزې حل کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د
فبروري د ۲۲مې نېټې په سهار د امريکا له خارجه وزير انتوني بليکين سره ټليفوني خبرې
وکړې او پکې يې د اوکراين کشالې او د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه د نظريو
تبادلې وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، چين
د اوکراين وضعيت له نژدې څاري او دا يې دايمي دريځ لري، چې د هر هېواد عادلانه
امنيتي ادعاوو ته بايد درناوی وشي او د ملګرو ملتونو اصول او منشور بايد وساتل شي.
نوموړي د مينسک نوي تړون نه پلي کېدل د اوکراين مسئلې د خرابېدو سبب وباله او ویې
ویل، چې چين به په پر له پسې ډول د واقعي حقايقو سره سم له اړوندو خواوو سره تماس
وساتي او د خبرو اترو له لارې به د اوسنيو اختلافاتو د حل لپاره خپل رول
ولوبوي.
(خبرياله : شکريه)