د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه په کريملين ماڼې کې له روسي رسنيو سره د مرکې پر مهال ويلي، چې مخکې له دې چې روسیه دوه نوی جمهوریتونه (لوهانسک او دونيڅک) په رسمیت وپېژني، د مینسک نوي تړون شتون نه درلوده.
هغه زياته کړې، چې د روسيې او يادو دوو جمهوريتونو ترمنځ د اړوندو تړونونو له مخې به روسيه له دغو دوو جمهوريتونو سره پوځي او نورې مرستې وکړي او روسيه به د ضرورت په صورت کې دغه دنده ترسره کړي.