د چين د ميخانيکي او برېښنايي توليداتو سوداګري زياته شوې
CMG2022/02/23 14:00:28
شريکول:

د چين د رسمي شمېرنې له مخې، د چين د ميخانيکي او برېښنايي توليداتو سوداګري په ۲۰۲۱م کال کې په چټکۍ زیاته شوې او د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت يې ۱۰۴۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. دا لومړی ځل دی، چې د چين د يادې سوداګرې عمومي ارزښت له ۱۰۰۰مليارډو پورته شوی دی..
د چين د صادراتو ارزښت د وړم کال په پرتله ٪۳۳.۷ زياتوالی ښيي او دا د تاريخ تر بل هر وخت زيات دی. د وارداتو ارزښت يې د وړم کال په پرتله ٪۱۳.۵زياتوالی ښيي او پدې سره د سوداګرۍ مثبت بېلانس يې ۳۱۴۴ مليارډو او ۴۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلی او دا د وړم کال په پرتله ٪۱۶۸ زياتوالی ښيي.