د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرنه ښيي، چې د منځنۍ اروپا په وخت د فبرورۍ د ۲۲ مې نېټې د مازديګر تر پنځو بجو او ۵۳ دقيقو پورې د کرونا مثبتې پېښې د تېرې ورځې په پرتله ۱۲۴۶۸۴۳ زياتې شوي او پدې سره عمومي شمېر يې ۴۲۴ ميليونو،۸۲۲ زرو او ۷۳ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دغې وبا له امله ۶۷۰۲ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ ميليونو،۸۹۰ زرو او ۳۱۲ ته رسېدلی دی.