واشنګټن پوسټ پر بېجینګ تورونه لګولي، ځان يې سپک کړی
CMG2022/02/24 14:55:22
شريکول:

د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د فبرورۍ په ۴مې نېټې پېل او د پای مراسم يې همدې مياشتې په ۲۰ نېټه ترسره شول. دغو لوبو د ټولې نړۍ لپاره د ورزش او سپورټ یوه لويه ميله برابره کړې وه.

د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په داسې حال کې، چې کرونا وبا په ګردې نړۍ کې ګړندۍ خپرېږي، په بریالیتوب ترسره شوې او نړۍ ته يې د ځواک او باور هيلې وربښلې دي.

 د دغو لوبو په محافظتي دایرې کې د کرونا وبا د پېښو اندازه په سلو کې صفر اعشاریه صفر یو ښودل شوې ده. د اولمپيک د نړیوالې کمېټې رئيس توماس باخ د چين دغې چارې لوړه ستاینه کړې او ويلي يې دي، چې چين د اولمپيک لوبغاړو لپاره تر ټولو غوره او خوندي ځای برابر کړی او په دغې برخې کې يې ستر بریالیتوب تر لاسه کړی دی.

په حقیقت کې د چين دغه بریالیتوب په امریکايي رسنيو کې نه انعکاس کيږي، بلکې پر ضد يې پروپاګنډ او دروغ خپروي.

 واشینګټن پوسټ د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د یوې ليکنې په خپرولو سره ویلي، چې د بېجینګ اولمپيک ژمنیو لوبو په محافظتي دايرې کې د کرونا وبا پېښې نه وې، خو هلته د خوشحالۍ فضا هم بیخي له منځه وړل شوې وه.

څوک نه پوهيږي، چې واشنګټن پوسټ د کومو واقعیتونو پر بنسټ دغه ليکنه خپره کړې، خو خلکو په کمينټونو او تبصرو کې ورته په ډاګه کړې، چې دغه ليکنه مو بې ځايه او د عقدې له مخې ليکلې او خپره کړې ده.

په حقیقت کې چین د کرونا وبا د وقايې او کنټرول لپاره جدي تدبيرونه نیولي او د هېواد په دننه کې يې حالت تر کنټرول لاندې نيولی دی، نو ځکه د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په ټاکلي وخت عادي ترسره شوې.

د امريکا مشهور لوبغاړي شان وایټ د یوې ويډيو په خپرولو سره له چین څخه مننه کړې، چې کرونا وبا يې ښه کنټرول کړې، که نه دغه لوبې به ځنډول شوې وې او ښايي هغه پکې ګډون وای نه کړی، ځکه هغه ۳۵ کلن دی او سږنۍ اولمپيک ژمنۍ لوبې د ده لپاره وروستی فرصت و.

چين د بېجینګ د المپيک ژمنيو لوبو په محافظتي دایرې کې کرونا وبا ښه کنټرول کړې او د لوبغاړو روغتیا ته يې ډېره پاملرنه کړې ده. د بېجینګ المپيک ژمنۍ لوبې پای ته ورسېدې، خو لوبغاړو له چين څخه د زړه له کومې مننه کړې او چارې يې ستایلې دي.

د امريکې د سکي وهلو لوبغاړي جاسن براون د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د یوې ليکنې په خپرولو سره ویلي، چې دا زما د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو په کلي کې وروستی سهار دی او دا ځای به زما تل په ياد وي او ما ته يې خوږې خاطرې رابښلې دي.

د لوبغاړو رښتينې خبرې او ښکلي احساسات د لوېديځو رسنیو پراپاګنډ ته ښه ځواب او پر مخ يې د ښې درنې څپېړې په مانا دي.

بله خوا، کرونا وبا په امريکا کې ګړندۍ خپريږي او دغه هيواد يې سخت ځپلی دی.

د جان هاپکېنز پوهنتون شمېرې ښيي، چې د کرونا وبا تر رامنځته کېدو وروسته په امریکا کې له ۷۸ میلیونو څخه زياتې پېښې ثبت شوي او څه باندې ۹۳ زره کسان يې وژلي دي.

د واشنګټن پوسټ یادې ليکنې کې د امريکې په کور دننه د کرونا وبا سخت حالت نه دي ياد شوي، خو د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو په ترڅ کې د دغې وبا ضد پر بریالۍ مبارزې يې تورونه لګولي دي او ځان يې سپک کړی دی.

د ټولنيزو رسنيو ځينو امريکايي فعالانو د واشنګټن پوسټ يادې تبصرې ته په کمينټونو کې ليکلي، چې د امریکې د بېلا بېلو روغتونونو په ايي سي يو (ICU) کې هره ورځ نږدې دوه زره کسان مړه کېږي، ایا امريکا کې خوشحالي وینئ؟

دوی د امریکې پر حکومت ډېرې نيوکې کړي، چې کرونا وبا یې نه ده کنټرول کړې او رسنۍ يې بايد د چین پر وړاندې تعصب او بدنیت ته نه ووايي او دا پروپاګنډ دې پرېږدي او د خپل هېواد د خلکو د روغتیا او خوندیتوب ساتلو لپاره دې اغېزمنې خپرونې وکړي.