په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۶۶۲۴۸۵۹ ته رسېدلی
CMG2022/02/24 11:04:26
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۳ مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او  ۴۲ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱۶۶۱۰۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۲۶۶۲۴۸۵۹ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۷۵۲۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۸۹۹۵۷۸ ته رسېدلی دی.

(مينه)