روسيې د اوکراين پر پوځي تاسيساتو توغنديز بريدونه کړي
CMG2022/02/24 14:18:45
شريکول:

روسي ځواکونو د ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه د اوکراين پر پوځي تاسيساتو توغنديز بريدونه کړي او تور او ازوف سمندرګيو ته ننوتلي دي.

د روسيې دفاع وزارت په همدې ورځ ويلي، چې ځواکونو يې د اوکراين پر بنسټيزو پوځي او دفاعي تاسيساتو، پوځي هوايي ميدانونو او هوايي ځواکونو بريدونه کړي او ملکي خلکو ته يې زيانونه نه دي رسولي.