عبداللهيان: په اتومي خبرو اترو کې يو لړ مهمې مسئلې باید حل شي
CMG2022/02/24 10:23:36
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير امير حسين عبداللهيان د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه ويلي، چې د ايران د اتومي خبرو اترو اړوندې خواوې بايد يو لړ مهمې مسئلې حل کړي او د ايران له سرو کرښو بايد پښې وا نه ړوي.

ايران له اتومي خبرو اترو څخه ښه هيله لري او له لوېديځو هيوادونو غواړي، چې په راتلونکيو څو ورځو کې په واقعي ډول کليدي مسئلې حل کړي.

نوموړي ويلي، امريکا له ايران څخه د مستقيمو خبرو غوښتنه کړي، خو واشنګټن تر اوسه د دې لپاره واقعي اقدامات نه دي نيولي.

( خبرياله : شکريه )