بېجينګ: د اوکراين په اړه د چين پر دريځ لګېدلي تورونه ناوړه سياسي موخه لري
CMG2022/02/24 10:24:28
شريکول:

د امريکا رسنيو په دې وروستيو کې ويلي، چې د اوکراين مسئلې په اړه د چين دريځ د نورو هېوادونو د يووالي او د خاورو تماميت د ساتنې په موخه د دغه هېواد له اصل څخه سرغړونه ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه په دې اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې امريکايي رسنۍ د چين دريخ بد تعبيروي او د دوی د دغې کړنې تر شا ناوړې سياسي موخې پرتې دي.

نوموړې ويلي، د چين دريځ د خبرو اترو او سلا مشورې له لارې د سيمه ييزو کشالو د حل په اړه د دغه هېواد له اصل سره سمون لري. چين د اوکراين حالاتو ته په کتو عادلانه دريځ غوره کړی او له اړوندو خواوو څخه غوښتنه لري، چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ په سوله ييز ډول خپلمنځي اختلافات لېرې کړي.

( خبرياله : شکريه )