د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه په يوې اعلامیې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د دې هېواد د جنوبي القنیطره ولایت پر شاوخوا سیمو توغنديز بريدونه کړي دي.
اعلاميه وايي، چې اسراييلي ځواکونو د جولان له لوړو څخه د سوریې د القنیطره ولایت پر شاوخوا توغنديز بريدونه کړي دي.
په دغو بريدونو کې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی، خو ځيني تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.
(مينه)