د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځ د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه ويلي، چې په همدې ورځ يې د دې هېواد په بلوچستان ايالت کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې لس ترهګر وژلي دي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ځواکونو يې په بلوچستان کې د استخباراتي مالوماتو پر اساس د ترهګرو پر پټنځايونو عمليات ترسره کړي او د یو قومندان په شمول لس ترهګر یې وژلي او یو لړ مهمات او وسلې يې هم ترې نيولې دي.
(غاټول)