د اتومي انرژۍ نړيواله ايجنسي: د فوکوشيما د ذروي ککړو اوبو د ارزونې راپور به خپور کړو
CMG2022/02/24 10:21:22
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه وويل، چې چين د اتومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ د تخنيکي ډلې له کارونو ملاتړ کوي، خو دا په دې مانا نه ده، چې چين به سمندر ته د جاپان د فوکوشيما د ذروي ککړو اوبو د ايستلو پرېکړه ومني..

نوموړې وويل، چې د جاپان د فوکوشيما ذروي ککړو اوبو تصفيه نه يوازې په ذروي امنيت پورې تړاو لري، بلکې د سمندر ايکولوژيکي چاپيريال، خوراکي خونديتوب او انساني روغتيا ته هم سخت زيانونه رسوي. چين د اتومي انرژۍ له نړيوالې ايجنسۍ څخه غواړي، چې د نړيوالې ټولنې د اړوندو خواوو نظريې تر غوره لاندې ونيسي، د تخنيکي ډلې د کارونو په تسلسل سره د جاپان ناسمه کړنه سمه کړي او د ذوري ککرو اوبو د تصفيې په برخه کې په ډاګه ساينسي او امنيتي لارې چارې غوره کړي.

(خبرياله : شکريه)